ختیځ ادبي بهیر
 ایمل مړوند ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر د خپل پیل کړي سفر په لړ کې (۲۰) مه اونیزه ناسته د ( ۱۳۹۱) کال د لیندۍ میاشتې په (۱۰) مه نېټه د جلال باد ښار د میودوتیک په انګړي ترسره کړه.

 

غونډه حمیدالله کامران د قران پاک د مبارکو ایاتونو پرتلاوت پرانیستله. دا اونۍ د ناستې مشري عبدالله هوډ کوله، میلمه يې حامد غورځنګ او د کوربه پرڅوکۍ ورسره انجینر زیارمل سوکال ناست و.

 

د دریځ چارې عرفان الله بیدار سره وې، د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو، او ملګرو خوښ کړ.د ژمنې سره سم نقیب احمد اتل د پښتو ژبې د د پینځه یاګانو په اړه ادبي درس وړاندې کړ، چې ناستو بهیروالو ترېنه ځای ځای پوښتنې کولې او نوموړي ورته ځوابونه ویل.

 

د پښتو ژبې پینځه یاګانې چې اکثره ځوانان  يې  په لیکلو کې ستونزه لري. ښاعلي اتل يې په اړه ډېر ښه او په زړه پوری درس د ډېرو ښو بېلګو سره وړاندې کړ.

 

د دې ترڅنګ نوموړي د یاګانو په اړه لنډ لیکلی نوټ هم په بهیروالو ووېشلو، چې د یاګانو په اړه په کې ښې بېلګې او د کارونې په اړه يې څرګند معلومات لیکل شوي وو.

 

تر ادبي درس وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه، چې په یادو کسانو سربېره په کې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل :

 

زمري عزیزي، هلال عجز، احسان الله افکار، شفیق الله نایل، احمد بختیار ساحل، حمیدالله کامران، اکمل ظاهر، ایمل مړوند، فهیم رحمیزي، محمود خزان، احمد جمال جمال، حضرت الله لمرین، سید صدق الله صادق، سید هدایت الله شیدا، ډاکتر بشیر احمد پرهر، جمال ثاقب، ذبیح الله صالح، کمال الدین اظهار، حضرت یوسف یوسفزي، صابرشاه صافي، فریدالله ملاتړ، مولاګل صافي او دیدار صافي.

 

تر مشاعرې ورسته د غونډې مشر مېلمه عبدالله هوډ خبرې وکړې. وې ویل ډېره ښه غونډه وشوه او ډېر زیات ملګري ېې په کې ولیدل. زیاته يې کړه ملګرو ډېر ښه شعرونه وویل، خو(( هیله مې داده، چې شاعران ملګري پخپلو شعرونو کې د مثبت پیغام په وړاندې کولو کې ډېر کار وکړي)).

 

د هوډ په خبره نن سبا هېواد په داسې خالاتو کې دی، چې تر ټولو ډېر باید شاعران په خپلو شعرونو کې د وطن جوړونې او ټولنې ته د ښو پیغامونو په لېږدولو کار وکړي.

 

په پای کې وټاکل شوه، چې راتولونکې اونۍ ته به ختیځ ادبي بهیر د اوستاد یارمحمد کوچي په ویاړ نمانځغونډه جوړوي.

 

او غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده


December 2nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها